ایکنا د تواصل له قوله راپور راکړ، په دغه پلان کې د نابینایانو لپاره بریل قرآنونه،په مختلفو ژبو په تیره بیا په انګریزي ،اردو،انډونیزي ژبو ترجمه شوي قرآنونه د مسجد الحرام په داخل او سعودي صحن او نورو صحنونو کې کیښودل شوي دي.
همداراز په دغه جومات کې تفسیر المیسر(آسان تفسیر)، الجوامعي مصحف، ( د عثمان طه په خط سره او په غټو ټکو سره دآیتونو د لوستلو د آسانتیا په خاطر) او د ملک فهد کمپلیکس چاپ شوي قرآني نسخې کیښودل شوي دي.
دمسجد الحرام او مسجد النبي تولیت سره اړونده د قرآن اوکتابونو دچارو عمومي ادارې له دې مخکې هم قرآن کریم ته دحاجیانود لاس رسي د آسانولو لپاره ، په مجسد الحرام کې په اړونده ځایونو کې په آلماریانو کې د قرآن کریم نوي نسخې کیښودلې وې او دغه اقدام وخت په وخت بیا بیا تکراریږي.
دتوانمنئ اوسلامتیا په هرې سوئې سره او د هر ملیت ټولو حاجیانو ته لازیات خدمت رسول او همداراز د قرآن کریم دخدمت لپاره د مسجد الحرام او مسجد النبي د عموي تولیت د رسالت ترسره کیدا .ددغه پلان موخې اعلان شوي دي.